

رحمان بابا
په پيرۍ کې چې هوس د می ناب کړې
بيهوده ګمان په صبح د مهتاب کړې
بې طاعته عنايت له خدايه غواړې
د عتاب په ځای اميد د ثواب کړې
دانسته ګناه کوې توبې وکاږې
لکه بت هسې په غټو سترګو خواب کړې
په هغو غؤږو چې ذکر د خدای اورې
بيا سماع په هغو غوږو د رباب کړې
په هغو شونډو چې حمد و ثنا وايې
هم هغه شونډې بيا ډوبي په شراب کړې
علم وکړې هيڅ عمل ور باندې نه کړې
لکه طفل هسې لوبې په کتاب کړې
په شپه پروت يې د مغان په میخانه کې
او د ورځې مخ په لوري د محراب کړې
تمام عمر د دنيا په طلب ګرزې
بيا د خدای په طالبابو ځان حساب کړې
له خالقه دې نه شرم نه حجاب وي
له رحمانه ګوښه ونيسې حجاب کړې