

رحمان بابا
په هر ځای چې ستا ثنا شي ښيوه ګړې
خر مهرې شي هلته در و مرغلرې
د هغو سترګو به اوښي وي ګلرنګي
هر چې ستا په ګل رخسار وي منتظرې
هغه کله د ناصح خبرې اوري
هر چې اوري ستا خوږې خوږې خبرې
مرور کاندي عاشق له جمله خلقو
معشوقې له هيچا مه شه مرورې
په ساعت کې سړی مړ کا هم ژوندی کا
طايفې دې د خوبانوسحر ګرې
زه ځان ډوب ګڼم بې تا په خپلو وينو
که مې ډوب کا څوک په شهدو په شکرې
لري لري غم دې واړه را نزدې کړ
چې له مخه دې حجاب کړ راته لرې
چې مې نوم د ستا د زلفو په خوله واخيست
را پسې شوې د بلا توري لښکرې
هيڅ په حق د حقدارانو نه ګروهېږې
هميشه زما د زړه په وړو منکرې
زما ستامينه څرګنده په جهان ده
ولې دا رنګه څرګنده ګواهي نغرې
زه چې ستا له غمه ژاړمه اه فرياد کړم
د رقيب کره هم ډول وي هم سندرې
د رحمان شعر به ولې نادر نه وي
چې ثنا کاندي د تا غوندې نادرې