...

رحمان بابا

غم خواري دا هسې چرې وي غم خورې

چې به ما دلته کې ناست لرې ته دورې

هغه خدای چې يې ستا مخ بله لمبه کړ

دا لمبه يې کړه زما په ګوګل پورې

هم هغه دې زما تور ليمه سړه کړي

چې يې ستا لاسونه سره کړه سترګې تورې

غل خو غلا د سرو مال په توره شپه کا

ته په ورځ زما د سرود مال چورې

اصيل نه دی چاپيرو دي نه پلورلي

ته اصيل په ديدن پيري هم يې پلورې

دا کوم رنګ د اشنايي او د ورورۍ دی

چې زه ستا د مخ ثنا کړم ته مې زورې

درخانۍ په سل غمونو خدای اخته کړه

زه به ولې له تا زار کوم که ګورې

زه و تا ته د ستا له جوره ژاړم

ته را واخلې سل ګلې نادري نورې

د رحمان په عاشقۍ به افرين کړې

که لږ مخ په ايينه کړې ځان وګورې