

رحمان بابا
ستا د تورو سترګو په ياداشت مې اوښې اوري
حق دی که پريوزي په شبرات د غم کې ستوري
زلفې دې سايه کړي مخ دې اور په جهان بل کړ
هر چا ته چې ګورم نيم په نمر وي نيم په سيوري
څوک دې په وصال کې قند نبات څوک ځګر خون خوري
چا وکړ ديدن د چا شو سپين د سترګو توري
اور ستا د رخسار دې ما په خپلو اوښو بل کړ
تل په اتش سوزي ايينه چې نمر ته ګوري
سترګې مې د ستا له خياله پريوتې و زړه ته
څه شو که مو بې سترګو صورت ځي په بل لوري
کله رقيبانو ته نظر کړې کله ما ته
ستا باران د مهر په ښو بدو يو شان ووري
حان په مستو سترګو باندې مه غلوه رحمانه
دا مستان هوښيار دي له حکمته سره ښوري