...

رحمان بابا

که له تا يې شرم نه کيدی مهرۍ

مخ به پټ نه و د حورې د پرۍ

چې افتاب دې تر رخسار پورې خجل شه

له دې ويري زيست په شپه کا قمرۍ

ستا تر حسنه پورې حسن واړه هيڅ دي

نيست په څه له هستو کا برابرۍ

بې د ستا د تورو سترګو جادوګر و

کوم اهو د بيابان زده وي دم ګرۍ

ستا د عشق د توري هستي رنګ ګذار دي

چې له مخه يې حباب وي ککرۍ

دلبري او دل جويي لکه د ستا زده

چا زده هسې دل جويۍ او دلبرۍ

حسن واړه د عاشق په عشق موقوف دی

معشوقه که فرشته وي که چورۍ

و عاشق ته د يار غم واړه ښادي ده

د رضا په ملک کې نشته دلګيرۍ

دا دستور دی چې له درده زګير وخيژي

ګڼه څه وو د رحمان له شاعرۍ