

رحمان بابا
ته په هره ګړۍ غم د سيم و زر خورې
زه دې هره ګړۍ وينم چې خپل سر خورې
عاقبت به دې يو خنډ له سينې ووزي
ته چې تل په هر يو ښاخ باندې نمر خورې
په عوض يې کوم طاعت کړې راته وايه
دا نعمت چې په هر شام و هر سحر خورې
روژتي په څلورم پهر افطار کا
ته څلور ځله طعام په هر پهر خورې
که يو ځله تر کماله ورسېږې
نور به غوښې دخپل ځان لکه قمر خورې
که ښيښه د نام و ننګ دي شي تر څنګه
د هر چا په کجروۍ به خپل ځګر خورې
بې هنرو له قند هم زهر قاتل دي
قند يې وګڼه که زهر په هنر خورې
نهال په زړه د صبر نخل کړه رحمانه
چې مدام د برخوردارو په څير بر خورې