...

رحمان بابا

چا چې کړي و دنيا و ته اسرې دي

د هغو په سر همه خاوروې ايرې دي

نادان که د دنيا په کار نازېږي

و دانا و ته دا وشتې مسخرې دي

چې بې خدايه محبت کا هغه خلق

نارينه يې واړه خره او ښځې خري دي

و سپين ږيريو و ته مه وايه سپين ږيري

همګي واړه طفلان د ګوارې دي

هسې وايه چې څړۍ دی د زنانو

که يې ايښي په دستار کې قرقرې دي

چې نه فيض نه څه بهره ځني مونده شي

همګي واړه بې فيض و بې بهرې دي

ذخيره د دنيا مه کوه رحمانه

دا همه واړه د خاورو ذخيرې دي