

رحمان بابا
عاشقي را باندې سوري کړې مرۍ
هيڅ مې نه درومي بې ياره تر مرمۍ
څه اثر به يې د عق وي په ر کې
د هغو په سر چې کښېني ښاپيرۍ
د مژګانو په پنجه مې زړه وکاږي
خدای د ترکو مستې سترګې کړې زمرۍ
غلوفه به يې بې غمه نور څه نه وي
هر چې کاندي د خوبانو چاکرۍ
لږ د صبر سبق ما لره هم راکړي
که په عشق کې څوک دغه طاقت لرۍ
خدايه څه دي دکوټوال په لاس کې ور کړم
چې شپه ورځ مې غږوي لکه تورۍ
په صورت مې نرۍ تبه شوه ولاړه
تا چې دواړه سترګې توري کړې نرۍ
د وصال دلالان کوم طرف ته غواړم
چې بندي شوم د هجران په کچرۍ
نور د شمع په فانوس کله پټېږي
تا چې واغوستې د خيال جامې نرۍ
زه رحمان په زړه نری کړم هغو جونو
چې يې ملا وي د ويښته په دود نرۍ