

رحمان بابا
که د خلقو و نظر ته ادمي دی
خوار عاشق د معشوقې د کوڅې سپی دی
هر چې ځان يار په سپيو کې داخل کا
ترو هاله به ورته وايم چې سړی دی
ما دې خدای د يار له غمه بې غم نه کا
دا په ملک د عاشقۍ کې لوی ورانی دی
زه د يار په غم کې زيړه څهره خوښ يم
دا زما خزان خزان نه دی پسرلی دی
زه ژوندون د يار و وصل و ته وايم
ګڼه هر يو دوزخي په ژوند ژوندی دی
ته چې ما منع کوې د يار له دره
کوم يو در د يار له دره بريالی دی
زه د يار مينې په يار باندې شيدا کړم
که څوک ما ګڼي زه نه يم واړه دی دی
چې وحشي مجنون يې ښهر لره راووست
د ليلې د زلفو هسې غړوندی دی
زر داران که اوبه څښي په جام د زرو
زما خوښ دا خپل د خاورو کنډولی دی
اورنګ زيب که د ډهلي په تخت نازېږي
خپله خونه هر ګدای لره ډهلی دی
چې له خپله کوره ووزي مسافر شي
څوک يې پيژني ساهو دی که مريی دی
چې يې خاورې شي له خاورو سره ګډي
ترو د چا زده چې کوم نيکه نمسی دی
توره شپه په اشنايانو روڼا ورځ ده
روڼا ورځ په نا اشناو تور وږمی دی
نه دې سترګې پوزه غوږ د کم شناختو
په معنا کې يو ديوال سوری سوری دی
عاشقان يې د دنيا له غمه خلاص کړه
عاشقي د سليمان بادشاه غمی دی
هر چې حب د عاشقي لره په زړه کې
که په قطع صد ساله وي هم زلمی دی
دا هلال دی چې ليده شي په شفق کې
که په لاس د ګل اندامې سپين وښی دی
نا اشنا به بهره څه رنګ ځني مومي
چې مدام يې په اشنا پسې غورزی دی
څربوې مې قربانۍ لره پوهېږم
دا چې کړی دی په ما باندې زړه سوی دی
چې په نوم باندې باله شي ليده نه شي
معلومېږي چې نر حوريا ښاپيری دی
چې د خط په دود يې خلق په کې پريوزي
زنخدان يې تر سبزي لاندې کوهی دی
زه رحمان له ياره خوښ يم که جفا کا
که جفا نه کا وفا کا څو تيری دی