

رحمان بابا
په ظاهر صورت چې ستا د در ګدای دی
په معنا کې د جمله و کد خدای دی
مجنون بيد غوندې رونق د ګلستان شي
چې يې ستا له غمه سريه پشت پای دی
چې له غمه دې حرس غوندې نالان دي
د جمله و ګمرهانو رهنمای دی
چې څوک زړه د ستا و تورو سترګو ورکا
ستا د ورځو تور محراب د لاندې ځای دی
چې مسکن يې د زړه ستا د زلفو خم شي
د هغو ناستې په سوري د همای دی
چې تا وويني و ما ته نصيحت کا
شک پرې مه کوه بې شکه چې خودرای دی
که زر دار دي اشنايان د زر دارانو
د رحمان د اشنايانو تکيه خدای دی