

رحمان بابا
که مطلب و مدعی د سړي خدای دی
هر هر مړی د ژونديو رهنمای دی
مسافر که په رحلت کې وبله غږ کا
هر اواز يې خوب الود لره داری دی
که سړي و حقيقت و ته نظر کا
ژوندي خلق واړه ناست د مړو په ځای دی
دا خو بخت دی څوک يې سپين و څوک يې تور کړه
ګڼه عين لکه زاغ هسې همای دی
لکه فرق چې د همای و د زاغ نشته
هم دغه دليل د شاه و د ګدای دی
ته نظر د کاري ګرو په کار مه کړه
کار همه واړه موقوف په کار فرمای دی
سالکان چې د جهان تماشا کاندي
له جهانه يې مطلب جهان ارای دی
که څوک خپل دست و پای وباسي له ميانه
خدای پخپله د بې دستو دست و پای دی
په هغه جهان نيکې و بدي نشته
هر مطلب د طالبانو په دا سرای دی
زه رحمان يوازې نه يم په دا کار کې
هيشه د يار په يار پسې وای وای دی