

رحمان بابا
خښ مې ستا د بڼو غشي په سينه دي
پور راپوري مې وتلي تر اينه دي
تل يې مخ د يار په مخ باندې وي ايښی
هغه زړونه چې بې زنګه ايينه دي
هسې نه چې زه نن ورځ په تا شيدا يم
ستا غمونه مې په زړه کې ديرينه دي
لکه ستوري چې بريښنا کا په اسمان کې
په ټټر مې ستا داغونه نګينه دي
درته وايم چې له اهه يې پرهيز کا
د هغو چې پوشاکونه پشمينه دي
که دا ستا رخسار سوزاني لمبې نه وي
ولي کسي زما تور سوي نينه دي
څه به سم په صبحدام ګورې و چا ته
چې دې سترګې په می مستې شبينه دي
هغه سترګې چې پيدا کړې خدای خونريزې
بې غضبه په غضب او په کينه دي
شرابيان چې شراب مومي خو يې شومي
کله منع په اختر په ادينه دي
چې تمام د خپل ځګر په وينو رنګ شه
د رحمان خبرې ځکه رنګينه دي