...

رحمان بابا

عاشقان دې په اور سوي دي که نه دي

ستا د عشق په اور الوي دي که نه دي

زحمتونه د هجران واړه په عشق کې

ته و ما و ته ښولي دي که نه دي

په دنيا کې خو يو سر و مال ويل شي

دواړه ما په تا بايلوي دي که نه دي

تل د ورځو په لينده د بڼو غشي

تا په ما باندې را کښلي دي که نه دي

چې مدام يې زما زړه له غمه چوي

نورې زلفې دي پيچوي دي که نه دي

راشه وګوره احوال د عاشقانو

مړه د عشق په تيغ کوټلي دي که نه دي

ناصحان چې نصيحت و يار ته کاندي

چري دوی هم مين شوي دي که نه دي

ښايسته که په ښايست ملايکه وي

په وکښود زړونو روی دي که نه دي

بلبلان پسې نارې وهي رحمانه

د بهار ګلونه شوي دي که نه دي