

رحمان بابا
هغه يار چې بې وفا دی څه يار نه دی
هغه کار چې بې بقا دی څه کار نه دی
که د سر ښيندل دشوار په ما و تا دي
دا په عشق کې سهل کار دی دشوار نه دی
انديښنه سړی بيدار کاندي له خوابه
کم انديشه که بيدار دی بيدار نه دی
که څه عمر دی عاشق لره وصال دی
د هجران عمر د عمر په شمار نه دی
د چشمانو په ځنبل کې تير و بير شي
اعتبار د زمانې اعتبار نه دی
که د سلو زويو پلار شي به يې څه کا
بې وقوفه زوی د پلار څه په کار نه دی
معشوقې هميشه ناز په عاشق کاندي
رحمان هيڅ له خپله ياره ازار نه دی