...

رحمان بابا

د عاشق نظر په خورد و په خواب نه دی

مراد يې بې د يار له دره بل باب نه دی

ته نظر په خپل هنر په عقل مه کړه

دا اسباب په عاشقۍ کې اسباب نه دی

چې د يار سره حساب د دنيا کاندي

دغه هيڅ په عاشقانو حساب نه دی

چې عاشق په عاشقۍ کې ارباب نه شي

که د درست جهان ارباب وي ارباب نه دی

هر چې يار منع کوي له خپله ياره

دا کتاب د عاشقانو کتاب نه دی

دا حجاب چې نور عالم يې حجاب بويي

دا زما د يار تر ميانه حجاب نه دی

که ثواب دی هم سوی د يار له مخه

ما ګڼلی دغه کار په ثواب نه دی

که ليدلی زليخا يوسف په خوب و

ما په ويښه دی ليدلی په خواب نه دی

صبر ونيسه په مخ کې که مراد غواړې

هيچا کړی دغه کار په شتاب نه دی

رحمان سوال د بوسې کړی دی له ياره

لا يې هيڅ ځني موندلی ځواب نه دی