...

رحمان بابا

زه بلبل ستا د وصال يم بوستان څه دي

ستا د وصل په نسبت ګلستان څه دي

چې اشنا شي ستا له دره له ديواره

انتظار يې په روضه د رضوان څه دي

چې روزي يې شهادت شي ستا له تيغه

احتياج يې په چشمه د حيوان څه دي

چې مسکن يې د زړه ستا د زلفو خم شي

و هغو ته د عطارو دکان څه دي

بلهوس که بوسه غواړي له تا څه شو

هر رنګ هر رنګ ويل کاندي نادان څه دي

هر چې لاندې خپل وجود تر خپل قدم کا

عرش يې لاندې تر قدم شي اسمان څه دي

زه چې ستا له غمه ژاړم اه فرياد کړم

برق و رعد چکاره دي باران څه دي

ځان جهان هسې ستا په مينه هير دي

نه پوهېږم چې ځان څه دي جهان څه دي

ته چې نه ګورې و ما ته لږ مې پوه کړه

په دا کار کې دي ضرر و نقصان څه دي

زه بې صبره يم که مهر د ستا نشته

له دې دواړو دي په زړه کې ګمان څه دي

که ستا سترګې دي قاتلي زه مقتول يم

وايه نور دي په خاطر کې ارمان څه دي

چې مې وينې ترو مې څه پښتې له حاله

له عيانه احتياج د بيان څه دي

هر چې وايې ستا رسۍ د رحمان غاړه

و تواناو ته حجت د ناتوان څه دي