

رحمان بابا
دا ژوندي چې معلومېږي واړه مړه دي
که څه دي هم هسې وايه چې څه دي
يا د باد په مخ کې خاورې دي دا توري
يا د اور په مخ کې واړه وچ واښه دي
د خپل عمر شپې او ورځې چې په زړه کړم
هسې درومي چې د سيند ګويا اوبه دي
غافلان که ويني ،اوري به يې څه کړې
دا يې خوب دی نه ليده نه اوريده دي
چې د خدای له معرفته خبر نه وي
هغه واړه که بيدار دي هم اوده دي
د رحمان د زړه له حاله خدای خبر دی
چې په زړه کې يې د يار له غمه څه دي