

رحمان بابا
چې دا هسې لاس په لاس دنيا پريښو دي
څه چوا چندڼ په ځان پورې مښو دي
دا دنيا په مثال په مرګ يې سيلاب دي
د سيلاب په مخ کې څه پوله ايښو دي
جل زلمي لا واده نه وي سره ګونده شي
دا رنګ چارې د مرګي په خرخرښو دي
قافلې چې په دنيا کې شوې داخلي
بيا هم هسې معلومېږي چې د لښو دي
دا سفر به په هغو باندې اسان وي
چې تر کوچ پخوا په زيرمه د توښو دي
چې بې وقته ارمان کا په وقت اوده وي
د هغو عالمو ږيري د وکښو دي
په هر شان چې يار خوښيږي زه هغه کړم
خپلول د صاحبانو په پيښو دي
د يار غم مې لکه تاج دی په سر ايښی
نور غمونه مې همه لاندې تر پښودي
معشوقې په عاشقانو خود پوهېږي
دلته څه د عاشقۍ نښې د ښو دي
ميخوران که يې خبر شي له مستۍ نه
د رحمان د ميخانې شراب د څښو دي