

رحمان بابا
په دنيا کې که څه کار دی خو د دين دی
د دې کار په کننده و افرين دی
چې تقوی او ديانت يې شي په بخره
د هغو د سعادت ستوري قرين دی
قناعت مې هسې خوند په خوله کې کيښود
چې وچ ټوک مې په دهن کې انګبين دی
بې هاتيانو بې اوښانو بادشاهي کا
د زاړه پوري ټوکر کې يې قالين دی
چې په خواست د حاجت پورته کا لاسونه
د اسمان د مالايکو پرې امين دی
چې قبوله کهتري کا په دنيا کې
د هغو په بهترۍ باندې يقين دی
تل د لوړي اوبه درومي و ژور ته
حق تعالی کمال ورکړي و کمين دی
خاکساري د خاکسارانو مرتبه ده
که زړوکې يې خيرن وي زړه يې سپين دی
د سرکښو سر که ورشي تر اسمانه
په دوه ورځي پس يې ځای زير زمين دی
که ښيوه يې وي په سر کې او لويي کا
د رحمت لياقت نه لري لعين دی
که صورت يې د سړي سړی باله شي
په معنا کې سړی نه دي شياطين دی
که رحمان څخه متاع د دنيا نشته
شکر دا چې نه خودارای و نه خودبين دی