

رحمان بابا
مخ د يار شمس و قمر درې واړه يو دي
قد و سر و صنوبر درې واړه يو دي
حاجت نه لرم په شهد و په شکرو
لب د يار شهد و شکر درې واړه يو دي
که بې ياره په بستر د پاسه پروت يم
ناز و خاورې دا بستر درې واړه يو دي
چې يې در و هم ديوار و ته نظر کړم
باغ بوستان و دغه در درې واړ يو دي
خدای د يار له هجره هيڅوک خبر مه کړه
تاخت و قتل دا خبر درې واړه يو دي
چې غبار يې د کوڅې را باندې راشي
دا غبار مښک و عنبر درې واړه يو دي
هغه دم چې سړی درومي له جهانه
تورې خاورې سيم و زر درې واړه يو دي
قلندر چې په رښتيا قلندري کا
خان سلطان و قلندر درې واړه يو دي
ور دي نه شي په پردۍ زمکه هيڅوک
کور و کر ومبصر درې واړه يو دي
چې دي نه په کې يو يار نه دي اشنا وي
هغه ښهر بحر و بر درې واړه يو دي
په دکان د نابيناو جوهريانو
خر مهرې لعل و ګوهر درې واړه يو دي
په سبب د ظالمانو حاکمانو
ګور و اور و پښاور درې واړه يو دي
غزا وشوه که ځان ستائې وحمان ته
بې هنر و ګاو و خر درې واړه يو دي