

رحمان بابا
ستا د عشق حرفونه تور نه دي ګلګون دي
هغه په دا چې نوشته په جګر خون دي
تش به نه شي هغه کم د عشق له ميو
چې يې خاورې د فرهاد و د مجنون دي
د دنيا چارې همه واړه فاني دي
دا د ستا جور و جفا ولې افزون دي
مقتولان ستا د غمزو دي لاله نه دي
چې په سره کفن له زمکې را بيرون دي
چې يې هيڅ بها زلميو څخه نشته
جونه نه دي سکه ګنجونه د قارون دي
بادشاهان په يوه دم کې ګدايان کا
ما ليدلي فسادونه د ګردون دي
د رحمان د زړه خوناب مګر قبول شه
چې مخونه د دلبرو پرې ګلګون دي