

رحمان بابا
زړه مې ستا په فکر ذکر ګلستان دی
تن مې ستا له غمه پاڼه د خزان دی
ستا د هجر په غم هسې بهر مند يم
چې په سترګو کې مې جوړ رود روان دی
ستا کتو مې عجب زخم په زړه وکړ
چې هم ويني ترې بهېږي هم خندان دی
هسې رنګ مې د خپل زړه له وينو واخيست
چې ځان درست راته په شکل د جانان دی
که د ستا د زلفو مار کاندي خونونه
ما موندلي ځني عمر جاودان دی
ځکندن که هر څو تلخ و تريخ وايه شي
ستا د لبو په مدد ابحيوان دی
اشنايي تر جدايي کم زورې نi ده
معطر په بوی د مصر درست کنعان دی
لکه نمر په څلورم اسمان ليده شي
محبت به سل حجابه کې عيان دی
نور د شمع په فانوس کله پټېږي
عشق د عقل په پرده کې نمايان دی
که د ستا په مخ کې بوی د حجاب نشته
زه له ډېري ځلي وايم چې نهان دی
طاوس رنګ زلفې دې چا هسې کړه کرې
چې هر موی يې په څو رنګه په څوشان دی
بې پردې به حسن نه وي چا ليدلی
که څوک وايي چې ليده شي تش ګمان دی
ښادي غم غوندې اسانه مونده نه شي
سور په خپلو وينو لعل د بدخشان دی
کوه وصال په هر زمان وي هسې دريغه
لکه غم چې د هجران په هر زمان دی
بې د ستا له ملاقاته چې مشکل شه
نور مشکل واړه په ما باندې اسان دی
هم په دا راته اسان شو نور غمونه
چې ستا غم راته د حد په هورته ګران دی
يو نفس به دې له دره بيرته نه شم
څو مې يو نفس باقي په دا جهان دی
قافله د صبر هيڅ ويسا پرې نه کا
ستا له غمه مې منزل د زړه ويران دی
که سروسامان ستا د زلفو نشته
هسې زړه زما بې سر و بې سامان دی
لکه تا چې تور ګيسو په مخ پريشان کړ
زما سوی خراب زړه پسې پريشان دی
خوار خاطر به د رحمان سلامت څو وي
چې ګذر يي ستا په چاه زنخندان دی