...

رحمان بابا

ما د ستا لمن ته اچولی دا خپل ځان دی

ستا دی ځم نه دی که دانا دی که نادان دی

خپل سر کې لويي مې همه واړه فراموش شوه

هسې مې زړه ستا دې لوی قامت و ته حيران دی

بې له تا که سير د ګلستان کړم که د ګلو

نه پوهېږم هيڅ چې ګلستان که زندان دی

چا پيږاندم زه چې عاشق نه وم په جهان کې

اوس مې ستا له رويه نوم رسوا په درست جهان دی

ډېر همزولي تير شوه د مجنون بې نام و نقشه

عشق دی چې عاشق لره هم نام دی هم نشان دی

لوی تر کوم چنجي دي پروانه چې افسانه شه

واړه په سبب د عاشقۍ نمايان دی

واړه د خپل ځان په نطر ګوره که دانا يې

اې عبدالرحمنه درست جهان عبدالرحمن دی