

رحمان بابا
سپين رخسار و مشکين خال وبله صنم دي
يا محمود و اياز ناست سره همدم دي
که دې مخ په زلفو پټ شه باک يې نشته
د حيات اوبه هم پټي په تور تم دي
ستا له زلفو له رخساره له سرو شنډو
پيدا شوی شام شفق و صبحدم دي
په دهن کې دې غاښونه تجلي کا
يا غوټۍ په غنچه کې د شبنم دي
نه چې اوس زما زړه غوڅ ستا په غمزه دی
چاړه غوښي له قديمه سره په غم دي
بې ژړا چا ته نه ګوري سيه چشم
د نرګسو غوړيده د جوی په نم دي
راحت نه دی چا موندلی بې زحمته
ستا جفا و وفا دواړه منقسم دي
ستا د حسن د تعريف له برکته
د رحمان د شعر کوکې په عالم دي