...

رحمان بابا

چې د څنګه مې دلبر په لاس کې جام دی

نن ارنګ د زمانې زما غالم دی

مدام کله وي دنيا د دنيا دارو

بې له عشقه چې دولت يې مستام دی

د هارون څرخ پای نيلي دی د سپهر

څو به دوکا چې يې دو په سر د بام دی

د دنيا چارې په مثل دي د سوري

د افتاب په مخ د سوري څه مقام دی

که يې صبح ښايسته ده خنده رويه

بيا يې هسې په هر صبح پسې شام دی

نه په مهر کې ارام شته نه په ماه کې

په دنياراغلی هر يو بې ارام دی

بې غمي په دنيا چرې ده رحمانه

يو بې غم دی څوک را وښيي کدام دی