

رحمان بابا
د دنيا کارونه واړه غولول دي
دا ګمان په هيچا مه کړه چې مې خپل دي
هيڅ مزه په دا جهان کې پاتي نه شوه
د يخ سوري په ابو پورې کول دي
پوزه غوږ د غوښو شته په هر چا پورې
که د شرم پوزه غوږ غواړي باطل دي
که دې دوه کاسې دانې وي په کندو کې
پس له شامه هسې وايه چې د بل دي
که ته يو يا دوه عيبونه د چا شمار کړې
بل به هسې تا ته وايي چې ستا سل دي
نصيحت د ناصحانو اثر نه کا
د سړې او ميني خوشي ټکول دي
دا نا اهل همدامان دي نه پوهېږم
که موچۍ د رحمان پنډي په ګوګل دي