

رحمان بابا
که دلدار په دلدارۍ زما قدم ږدي
ګويا هر قدم په لارې د حرم ږدي
ځای لري که بې منته بوسه راکړي
کوم کريم په چا منت د خپل کرم ږدي
معشوقه شفيقه بويه مهربانه
نه قارون چې په ځان اسم د حاتم ږدي
هسې پټ لرم دا زيړ رخسار له خلقو
لکه زر چې څوک له خلقو پټ پنهم ږدي
خدای و ما و ته ګلونه د جنت کړل
که داغونه مې په زړه باندي د غم ږدي
هيڅ ماڼه دې څوک له مستو سترګو نه کا
کوم يو مست دی چې قدم په لارې سم ږدي
راحت نه دی بې زحمته چا موندلی
کوم طبيب دی چې په روغ صورت مرهم ږدي
زه هر ګور تر خپل صنم پورې شرمېږم
برهمن چې سر په پښو د خپل صنم ږدي
و اسمان ته لاس د عقل نه رسېږي
دا خو عشق دی چې په عرش کرسي قدم ږدي
زه رحمان يې تاج ګڼم د يار له لاسه
که مې پنډ په سر د جور و د ستم ږدي