

رحمان بابا
دواړه سترګې مې کږې د ستا په لور دي
مدام ډوبي د فراق په اب شور دي
کنډولي د دواړو سترګو ستا په طمع
و هر لو ته مې نيولي کور په کور دي
چې مې خيال د ترکو وليده په زړه کې
دواړه کسي مې و زړه و ته نسکور دي
ما قبول د رقيب نازکړ ستا دپاره
سود و زيان په دا جهان کې خور او ورور دي
په رحمان باندې دا هسې ګمان مه کړه
چې بې تا په نور څه غليږي هغه نور دي