...

رحمان بابا

زلفې دې له ډېري درازۍ پای تر سر دي

يا د بنفشې لښتې خورې په صنوبر دي

لب دې اب حيات دي يا شکر يا نبات دي

يا خو زه غلط شوم تر همه واړه بهتر دي

قد ته دې څوک نه شي رسېدی له بلندۍ

ولې چې معراج و ته خاته د پيغمبر دي

ما چې ستا ښايست او نمر سپوږمۍ سره په تول کړه

تللي په ميزان کې تر اسمانه سپوږمۍ نمر دي

څاڅکې له اسمانه په هر چا ووري يکسانه

پرخه په واښه شي په صدفو کې ګوهر دي

بخت دی چې يې څوک متمکن کړپه تخت باندې

څوک د غم په خار سره پاره پاره جګر دي

باد چې دې په زلفو باندې قصد د پرېشانۍ کړ

ځکه يې ګردونه د جهان واړه په سر دي

هله به سړی شي چې دې نوم عبدالرحمن شي

اوس سړي په څه يې که دي لوستي زير و زبر دي

سپيني اوښي زيړ رخسار د مينې له دولته

اې رحمانه دا د عاشقانو سيم و زر دي