

رحمان بابا
دنيا دار که مستغني په سيم و زر دی
هنرمند و څخه ګنج د خپل هنر دی
بيهوده به زورور و ځان ته وايي
د دنيا سړی که هر څو زورور دی
هسې مه وايه چې زه يم په جهان کې
پيدا کړی خدای د سر د پاسه سر دی
ځني ځني يې وليان پيغمبران کړل
نه چې هر سړی ولي او پيغمبر دی
جو دانه قدر يو لعل په کې پيدا شي
نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دی
يو بادشاه وي چې لښکر ور پسې درومي
نه په هر يوه سړی پسې لښکر دی
پيدا کړی خدای سړی په تفاوت دی
هسې نه چې جهان واړه برابر دی
که د عمر و رفتن ته څوک نظر کا
دا به وايي چې افتاب د مازديګر دی
چې يې سر په زمکه ايښی وي و يار ته
په اسمان باندې ختلی لکه نمر دی
تعجب زما د ډېرو اوښو مه کړه
ما موندلی په دا بحر کې ګوهر دی
د يار خرقه يې خدای مه کړه په غاړه
رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی