...

رحمان بابا

کميني يو نادر کار دی

چې کمال ځني اظهار دی

چې اختيار يې کميني کړه

په دانه کې پټ خروار دی

چرګ په دوه پيسې حلال شي

باز په سل روپۍ مردار دی

چې اسمان شه سرګردان شه

چې زمين شه برقرار دی

نښتر ګوره سرکشي کا

انګو ګوره نګونسار دی

ذره خواره شوه افتاب شوه

ابر څورب دی غبار دی

کوه بلندشه سيه سنګ شه

لعل ووړ شه بزرګوار دی

لوی اسمان تور تبۍ شه

هلک نمر سر انوار دی

ووړ سړی ګوره رحمانه

چې لوی فيل يې باربردار دی