

رحمان بابا
په خاطر باندې مې ستا د غم غبار دی
هميشه مي په زړه پروت انبار انبار دی
رهبري که ګمرهانو ته کړي خضر
عاشقانو لره خضر ستا ريبار دی
ګوندې چرې څوک د خدای په در قبول وي
ستا له لاسه مې فرياد په هر ديار دی
د شهيد و پرهارونو ته نظر کړه
هسې رنګ له دواړو سترګو مې خونبار دی
چې د غم په بار يې زړه دی زما کښلی
هم هغه مې په زره کښلی په بار بار دی
چې هر دم مې د غمزو په تورو وژني
لا مې زړه په هغو سترګو منت بار دی
دا آسمان دې د هغه په مدعا وي
چې په ما باندې يې کړی ستا اخبار دی
که يار سل ځله جفا ورسره کاندي
د رحمان دا هسې کله اعتبار دی