...

رحمان بابا

ستا له لاسه په ما جور دی که داد دی

زما مراد خو واړه ستا د خاطر مراد دی

ستا په مينه کې زما له مخه تښتي

که آفتاب دی که آسيب دی که فساد دی

هر اهداد چې را کاوه شي ستا په مينه

په ليمه زما قبول هغه اهداد دی

که تما جهان مې پريوزي په ليمه کې

بې تا نه را څرګندېږي نه مي ياد دی

ما چې غوږ د ستا د عشق په ترانه کړ

نصيحت مې نور د زړه په غوږو ياد دی

اوس زما له ننګ و نامه سره څه دي

چې دې نوم د عاشقۍ راباندې زياد دی

هر ګلشن چې له ګل رخه بې بهره وي

د عاشقۍ په نظر غولی د صياد دی

د رحمان و توان ته ګوره همره ناز کړه

څه د اوسپنو روغ نه دی آدم زاد دی