

رحمان بابا
که يې مهر و محبت که يې عناد دی
ما د يار په يارۍ کړی اعتماد دی
زه و يار که په تن دوه په معنا يو يو
هزار خوني واړه ښهر يو بغداد دی
هېڅ بېلتون زما د يار و بله نشته
کار همه واره موقوف په خپل معيار دی
هېڅ موقوف د معشوقې په حسن نه دی
د عاشق خطاره په خپلې مينې ښاد دی
زه خپل آه آتشين له خدايه غواړم
د آشنا خاطره که موم دی که فولاد دی
چې پريشان د يار د زلفو په څير نه وي
جمعيت د هغو زړونو لوی فساد دی
چې د آه و د فرياد طاقت يې نه وي
هر سکوت د بې طاقتو آه فرياد دی
سل په دا رنګه نومونه د عشق نور دی
لکه نوم چې د مجنون و د فرهاد دی
چې يې زړه شي هلته کښېني هلته پاڅي
عشق د عقل و د هنر کره داماد دی
بادشاهان په عاشقۍ کې ملنګان شي
ما و تا غوندې وګړي د چا ياد دی
که رښتيا د خرابۍ سره ګنج وي
فوقيت د شاګردانو په استاد دی
چې په يار پسې تر ځان تر جهان تير شي
په رحمان ځمونږ هسې اعتقاد دی
چې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا
رحمان کړی نوی نوی اجتهاد دی