...

رحمان بابا

هغه زړه چې ستا د عشق په اور کباب دی

که مرهم ور باندې کېږدې ډېر ثواب دی

حجابونه له اغيارو مناسب دی

د يارانو په يارۍ کې څه حجاب دی

بې تا چې ښايسته وي بې حسابه

په هغو کې هم ستا حسن انتخاب دی

لکه ګل چې تر افتاب پورې خجل وي

دغه هسې ستا تر مخ پورې افتاب دی

دا د ميو څه مستي او سرخي نه ده

تيغ د سترګو يې په وينو کې غرقاب دی

زه رحمان به څه ځواب کوم و يار ته

و ژونديو ته د مړيو څه ځواب دی