

رحمان بابا
چتر سنګ و تر اهنه يې زړه سخت دی
زړه هغه لره ورکړی ما کم بخت دی
خدايه کله به هغه غل راته ايل کړي
چې لوټلی يې زما د خاطر رخت دی
همره غم به نور په هيچا باندې نه وي
لکه غم چې د خپل يار په ما يک لخت دی
مګر بيل په تيره تيګ شي يار له ياره
ګڼه ښاخ له خپله ښاخ سره درخت دی
د پالنګ او د پيړۍ حاجت يې نشته
د یارانو نشستن د زړه په تخت دی
چې له ډېره درده وخت پيژاندی نشي
په رحمان باندې بې ياره هسې وخت دی