...

رحمان بابا

د ساقي په لاس کې جام د می ناب دی

مطرب ايښی په زانو باندې رباب دی

ته چې ما و ته توبه وايې ناصحه

په دا وقت کې چا څخه د توبې تاب دی

زه چې ځان منع کوم د عشق له کاره

په دا هسې کار کې کوم سود و ثواب دی

دا اسمان چې لوی په عقل کې باله شي

په محيط د عاشقي کې يو حباب دی

هر چې ژغوري سر و مال په عاشقۍ کې

هغه کړی کور په مخ کې د سيلاب دی

ته چې خوب غواړې په عشق کې راته وايه

کوم چا کړي د زمري په خوله کې خواب دی

بې عمل که کتاب کېږدي په سر څه شو

ګويا ايښی يې تر پښو لاندې کتاب دی

چې د شر د عملونو ته خير غواړي

تشنه لب غوندې سر شوی په شراب دی

د دښمن له مکارۍ وويرېږه

په نرمۍ يې غلط مه شه سنګ در اب دی

عبادت په شتبا هسې کړه رحمانه

لکه عمر چې دې تلونی په شتاب دی