

رحمان بابا
يو يو داغ په ټټر ايښې د هر چا دی
که بادشاه د ولايت دی که ګدا دی
سيرابي په سر چشمه د دنيا نشته
نشنه لب يې ګوښی ګوښی په غوغا دی
لږ راحت په ډېر زحمت سره مونده شي
د دې دهر حس حرام دی که ويړيا دی
د دنيا ښادي بې غمه مونده نه شي
لږ خيرات د شوم له کوره په بلا دی
فراغت پرې باندې ولې حرام نه وي
چې داخل په سراچه د دې دنيا دی
د مجنون د حال پوښتنه به څوک څه کا
جهان واړه کوراکور مجنون ليلا دی
عشق يو هسې رنګ افسون په عالم پو کړ
چې عاشق په تورو سترګو نابينا دی
د هر چا يې بخري ورکرې ګوښي ګوښي
خپل قسمت د هر سړي جدا جدا دی
ورکړه را پيروده ټول د بل په لاس دي
هلته دخل نه ستا دی نه زما دی
په هر څه چې د صاحب د زړه رضا شي
په بنده که ناروا دی هم روا دی
خواه نا خواه که يې رضا وي او که نه وي
د قسمت رسد رضا و نا رضا دی
ځان جهان سپارلي بويه و هغه ته
چې يې حکم جاري شوی په هر چا دی
د هر چا په لاس چې حکم حاکم ورکړي
جهان واړه د هغو په مدعا دی
چې مولا ور سره مل نه وي رحمانه
که لښکر ورسره وي يک تنها دی