

رحمان بابا
هسې رنګ نعمت راکړی خدای و ما دی
چې هيڅ څير بها يې نشته بې بها دی
يو خو دا چې يې په شکل د ادم کړم
دويم دا چې محمد مې رهنما دی
لاس و پښې و غوږ و سترګې خوله و ژبه
يو صورت مې په څو اسمه مسما دی
اسمان زمکه نمر سپوږمۍ و روښان ستوري
درست جهان مې و نظر ته تماشا دی
شپه و ورځ د ماه و مهر له پرتوه
مخ د زمکې راته درست نقره طلا دی
په شپه مښک په ورځ کافور را باندې ووري
درست صورت مې په کې غرق سر تر پا دی
چې هر دم زندګاني نخښي و ماته
هر نسيم د يار له لوري مسيحا دی
د چمن و سرو ګلونو ته چې ګورم
هرهر ګل راته له ورايه په خندا دی
د ګلګونو ميو ناوې راته ناسته
زنګاري قميص اغوستی د مينا دی
خپلې وينې په ورغوي کې نيولي
هر ساغر د می فروشو جان فدا دی
د ښه رود په غاړه ناست سرود په لاس کې
هر مطرب لکه بلبل هسې ګويادی
چې دا هسې معرفت يې پرې پيرزو کړ
په رحمان باندې منت د پاک مولا دی