...

رحمان بابا

غواصان که ګوهر غواړي ګوهر دا دی

بې دلان که دلبر غواړي دلبر دا دی

زما يار غوندې به بل يو دلبر دی

د جمله و دلبرانو سرور دا دی

خوند د لبو او د چاه زنخدان يې

راشه ګوره زمزم دا دی کوثر دا دی

چې دې وصل او هجران و ته نظر کړم

زه ګمان کړم جنت دا دی سقر دا دی

ته خطبه په منبر څه بولې خطيبه

د قدم کېږده په ځان باندې منبر دا دی

د مکې سفر اسان دی مرد هغه دی

چې له ځانه سفر کاندي سفر دا دی

هر منعم چې دل جويي د قلندر کا

هغه نه دی قلندر قلندر دا دی

چې توانګر د قناعت په خزانه شي

بل توانګر په جهان نشته توانګر دا دی

دا هنر نه دی چې خاورې څوک سره زر کا

چې زر خاورې کا رحمانه هنر دا دی