

رحمان بابا
دا چې مست په ميو راغی يار د چا دی
بيا به تاخت کا په کوم غولي وار د چا دی
چې زړه سوی يې د حرم په صيد هم نه شي
دا بې درد و بې صرفي ګذار د چا دی
ما خو نه دی څوک بې وجهي ازار کړی
دا چې ما ازاروي ازار د چا دی
چې يې درست جهان د مخ په روڼا زيست کا
دا افتاب غوندې روښان رخسار د چا دی
چې بلبل يې رسيدي تر ګلو نه شي
دا دننه په حرم ګلزار د چا دی
چې هيڅ ترس په زړه کې نه لري رحمانه
دا ناترس و بې پروا نګار د چا دی