

رحمان بابا
زړه مې ورکړ و خودرای
هر چې شوه تکيه په خدای
په سودا د عاشقي کې
يا به شاه شم يا ګدای
يا به کښېنم و دو نهي ته
يا په سيوري د همای
چې خدای کا هغه به وشي
نه بل خدای لرم نه ځای
بې دلبره به ور نه کړم
بل و هيچا د زړه رای
پای بوسي به يې پرې نه ږدم
څو مې رسي دست و پای
يا خندا ده په دنيا کې
يا ژړا ده په وای وای
تر دا دوه چارو په هورته
نور څه نشته په دا سرای
عاشق بويه چې صادق وي
نه خودکام و نه خودرای
خدای دې نه کا څوک په عشق کې
جو فروش ګندم نمای
زه رحمان پکار پوهېږم
که مې مل شي کار فرمای