...

رحمان بابا

ستا په عشق کې دروغژن يم سر تر سره

چې له غمه دي ژوندی ګرځم دلبره

زه به ستا له غمه کله شو لا مړ وم

باري دم د خدای په لاس دي ناز پروره

شام سحر مې دغه ستا زلفې رخسار دي

نور مې مه پوښته له شامه له سحره

چې خبر يې په وصال و په هجران شم

خبر نه يم له فردوسه له سقره

هسې بې سر و سامان دي هيڅوک نه شي

لکه زه چې بې سامانه يم بې سره

يو هنر مې منظور ستا په هنر نه شته

که زه وکړم ستا په عشق کې سل هنره

هيڅ اثر د رحمان اوښي په يار نه کا

خدای دې اوښي د چا نه کا بې اثره