

رحمان بابا
هسې زه يم ياره ستا په غم تازه
لکه وي هره ګياه په نم تازه
سترګې وخورم که يې وچې کړم له نمه
که مې شي په دا ژړا صنم تازه
زه به څه کړم د چا چارې بې له ياره
هر سړی دی په خپل ساه په دم تازه
د يار نوي نوي غم زيروي وصل
رغوي سوې پرهر مرهم تازه
که دې زړه له غمه وچوې دلګير مه شه
کاتبان کا په چول قلم تازه
ښايسته ياران ګلونه نه دي رحمانه
بېلتانه کړه اکثر مړاوي کم تازه