...

رحمان بابا

که څوک لاس له سوده وکاږي زيان نشته

په ملنګ باندې قلنګ و تاوان نشته

جدايي له اشنايي نه پيدا کېږي

نا اشنا لره هيڅ غم د هجران نشته

د وفا خريدار بل خوا ته دې درومي

دا متاع د زمانې په دکان نشته

مګر ځان و خدای ته پاسلي په امان شي

ګڼه بل خوا ته د هيچا امان نشته

هغه يار به زه و کومه خوا ته غواړم

چې يې هيچرته منزل و مکان نشته

دلبران که هر څو ډېر دي په جهان کې

زما يار غوندې دلبر په جهان نشته

چې هم قد لري هم زلفې هم سرې شونډې

دغه هسې رنګ افتاب په جهان نشته

عشق عاشق لره يو هسې ګلستان دی

چې باغ و ته يې لار د خزان نشته

عاشقان په عشق کې واړه سلطانان دي

په دا ښهر کې نيستکار و ناتوان نشته

که مجنون غوندې په عشق کې څوک صادق شي

د ليلي په دروازه کې دربان نشته

دانايان به د رحمان په پال پوهېږي

دلته کار د هر نا اهل نادان نشته