...

رحمان بابا

په حالت د عاشقانو نظر بويه

په زيارت د شهيدانو ګذر بویه

بې مرشه څوک خبر د مريد اخلي

غوڅ په غم د فرزندانو پدر بويه

بې ريباره رسېده و يار ته ګران دي

په کوڅه د مهرويانو رهبر بويه

بې هنره چا دولت موندلی نه دی

په خدمت د صاحبانو هنر بويه

ستا له سترګو مې هر ګور ملاحظه شي

له دې هسې سياه دلانو حذر بويه

ښه چې سترګې خدای ملالي کړې د ترکو

لږ په زړه د ظالمانو اثر بويه

ستا په داغ به هر يو زړه مشرف نه شي

دغه تاج د بزرګانو په سر بويه

چې خبر د رحمان نه اخلي يار بد کا

بادشاهان له ګدايانو خبر بويه