...

رحمان بابا

چې په نور څه پورې زره تړې بې خدايه

څه پوهېږې چې په ځای کرې که بې ځايه

دا خو نشته چې به تل تر تله پايې

که بيا پايې خو تر سلو کالو پايه

که دې سل کاله شي عمر خو به تير شي

دغه پسه بيا به څه کړې راته وايه

سم له لاسه چارې نه شي مرد هغه دی

چې بيدار وي و غليم و ته له ورايه

ته په اصل کې سړی يې څاروی نه يې

د چارپايو چارې مه کوه دو پايه

مرتبه به دې د مچ و د ميږي شي

زړه په غوړو غوښو مه تړه همايه

موړ به نه شې ته په حرص بې قناعته

اې په تخت د اورنګ زيب ناسته ګدايه

وړاندې سرای لره توښه تړه رحمانه

څو سفر دې کړی نه ده له دې سرايه