...

رحمان بابا

بيا دې مخ دی جار وتلی څه بلا شوه

دا بلا له کومه لوري را پيدا شوه

دا زما په يار کې مهر وفا نشته

که دنيا واړه بې مهره بې وفا شوه

چې يې هيڅ له خدايه ترس و ويره نه شي

په نصيب مې يوه هسې دلربا شوه

چې يې حسن و ته ګورم حيرانېږم

را څرګنده يوه هسې تماشا شوه

څه د حد و د حساب خبره نه ده

بې صبري مې تر حسابه زياته لا شوه

قراري مې په طلب کې يې حرام شه

بې نمي مې په مذهب کې ناروا شوه

چې راکښلي مې پرې غشي د دعا وه

هغه نښه مې و نه ويشته خطا شوه

لکه پوچ بادام بې مغزه بې حاصله

هسې پوچه بې حاصله مې دعا شوه

عاشقي چې مې له خلقو په غلا غلا کړه

هغه غلا مې په تمام جهان رسوا شوه

څه بهره به له نسيه معاملې مومم

چې مې نقده په ورغوي کې نسيا شوه

درد بيرته جار و توشه راته پوري

په نصيب مې بله نه وه دا وه دا شوه

يوه بخره هر سړي لره خدای ورکړه

زما بخره اشانايي د خپل اشنا شوه

د تدبير په دام په څشکله کښېوزي

معشوقه چې مې په مثل د عنقا شوه

چې يې زر کړ زيړ رخسار زما د خاورو

عاشقي نه وه په باب زما کيميا شوه

څه حکمت د يار په مينه کې خدای کښېښود

چې عاشق لره هم درد شوه هم دوا شوه

دا باران نه دی چې ووري له اسمانه

د مرغانو په رحمان باندې ژړا شوه