...

رحمان بابا

يادوې په خوله مکه او مدينه

نسکور پروت يې د عورتې په سينه

زوړند سر لکه غنچې مراقبه کرې

پټ دې نقش د زړه رخت وي رنګينه

د اطلسو قبا غواړې نه يې مومې

له ناکامه دې خرقه کړه پشمينه

عبادت دي څو تيری تر معصيت کړي

څۀ خو ونيسه و ځان ته ايينه

کينه بده ده بې شکه جنګ حرام دی

نه له نفس وله شيطان سره کينه

د مردانو کار له نفسه سره جنګ وي

نه ښځو غوندې له نقشه نګينه

تر ناپاکو نارينه و ده بهتره

پاک دامنه پرهيز ګاره ارتينه

د دينداري ارتينې له يوې ګوښي

صدقه شه شل بې دينه نارينه

نيکو کار سړي بهتر دي که خورد سال وي

تر سپين ږيري بد کرداره ديرينه

بد کردار که صد ساله وي و رحمان ته

څرګندېږي لکه طفل شبينه