

رحمان بابا
ژوندي کاندي د دنيا کاروبارونه
په مړو پريواته د خاورو انبارونه
څوک سر تور پښې ابلې خاورو لره درومي
چا کاږه دي په سرايښي دستارونه
ښه استوګنه د دوه ورونو سره نه شي
بلکه اخلي يو تر بله ازارونه
د يوې ونې له ښاخه پيدا کېږې
په چمن کې هم ګلونه هم خارونه
همره خلق هره ورځ له دنيا درومي
چې يې نه په چا حساب شي نه شمارونه
يو يو وار دی په هر چا باندې تيرېږي
هميشه به په چا نه وي دا وارونه
ډير له سره مې تودګي بازارګی تير دي
څوک دې نه کا په ما قنج و بازارونه
جدايي د اشنايانو هر دم کاندي
په رحمان باندې د تورو ګذارونه